د فراه ولایت په یوه دیني مدرسه کې د هاوان د زړې مرمې د چاودنې له امله ۴ طالب علمان مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي. د طالبانو حکومت د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند کلیمالله ننګیال د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دغه پېښه د بکواه ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
ننګیال زیاته کړې چې د چاودنې لامل د طالب علمانو لخوا د مرمۍ فشار راوړل و، چې له امله یې په مدرسه کې چاودنه رامنځته شوه. د پولیسو په وینا، وژل شوي زدهکوونکي د ۱۰ او ۱۶ کلونو ترمنځ عمر لري او ټپیان د فراه مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له ۱۹۸۹ کال راهیسې چې شوروي ځواکونه له افغانستانه وتلي، تر ۴۵ زرو زیات افغانان د جګړو له امله د چاودېدونکو پاتې شونو او ماینونو له کبله مړه یا ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اکټوبر په میاشت کې په خپل راپور کې ویلي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې ۳۲۴ پېښې ثبت شوې دي.
په دې پېښو کې تقریباً له هرو ۱۰ وژل شویو او ټپیانو څخه اتهیې ماشومان دي. دا پېښه د افغانستان د امنیتي وضعیت د نازک حالت او د ښوونځیو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتوي.
موضوع: د فراه دیني مدرسه کې د هاوان چاودنه
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS