د بخښنې نړیوال سازمان (امنستي انټرنشنل) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او غړو هېوادونو ته غوښتنه کړې چې د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنېټ مأموریت وغځوي. دې سازمان د دوشنبې په ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه کې څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ۶۳مې غونډې په ترڅ کې، د لاسلیک کوونکو سازمانونو له ټولو استازولیو غوښتنه شوې چې د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي د مأموریت د نوي کولو ملاتړ وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان همدارنګه غوښتنه کړې چې د قومي، مذهبي او ژبني لږکیو د وضعیت په اړه یو ځانګړی راپور وړاندې شي. د دې سازمان په وینا، په پرېکړه‌لیک کې باید د افغانستان لپاره د خپلواک تحقیقاتي مېکانیزم د فعاله کېدو غوښتنه هم وشي. د ریچارد بنېټ مأموریت د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د ملګرو ملتونو د شورا له‌خوا د یوه کال لپاره تمدید شوی و.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړي به د سږنۍ غونډې په ترڅ کې د ریچارد بنېټ د مأموریت د نوي کولو په اړه بحث وکړي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه، ورځ تر بلې خراب شوی دی. د بشري حقونو فعالې نجیبې سنجر وایي چې د ریچارد بنېټ مأموریت غځېدا د دې لپاره مهمه ده چې نړیوال د افغان ښځو وضعیت هېر نه کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن رایټس واچ) د سپټمبر په ۱۸مه پر خپله وېب‌پاڼه کې د نږدې ۱۰۰ سازمانونو او بنسټونو غوښتنلیک خپور کړی، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا څخه د ریچارد بنېټ مأموریت غځولو غوښتنه کوي. د دې غوښتنلیک اکثریت لاسلیک کوونکي د افغانستان سازمانونه دي، چې د ښځو د حقونو په اړه د راپورونو او متقابل ډیالوګ د دوام غوښتنه کوي.

موضوع: د بشري حقونو د وضعیت د څارنې لپاره د ریچارد بنېټ مأموریت غځول

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ