د انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر فاتح بیرول ویلي چې د منځني ختیځ د کړکېچ او د هرمز تنګي د بیا تړل کېدو احتمال له امله، د تېلو او انرژۍ نړیوال بازار ښايي په ۲۰۲۷ کال کې هم عادي حالت ته ونه‌ګرځي. دا څرګندونې هغه مهال شوې چې د سې‌شنبې په ورځ د برنټ تېلو بیه په هر بېرل کې نږدې ۱۱۲ ډالرو ته ورسېده، چې د روېټرز د راپور له مخې، په تېرو پنځو میاشتو کې تر ټولو لوړه بیه ده.

د ورځې په پای کې، د برنټ تېلو بیه ۱۰۸.۷۹ ډالرو او د امریکا د لوېدیځ ټکزاس د تېلو بیه ۱۰۱.۷۹ ډالرو ته راکمه شوه. بیرول په لندن کې د تېلو د صنعت یوې غونډې ته وویل چې د دې لپاره هېڅ باوري نښه نه‌ویني چې په ۲۰۲۷ کال کې به د انرژۍ بازار عادي حالت ته راګرځي.

هغه خبرداری ورکړ چې د هرمز تنګي یو ځل تړل شوی او ممکن بیا هم تړل شي. نوموړي زیاته کړه چې په منځني ختیځ کې د څو کړکېچونو یوځای کېدل د انرژۍ پر بازار جدي اغېزې لرلی شي.

د راپورونو له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو اندېښنې د تېلو د بیو د لوړېدو له مهمو عواملو څخه دي. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې له ایران سره جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي، خو د ایران چارواکي ټینګار کوي چې له واشنګټن سره هوکړه د تهران د شرطونو په پوره کېدو پورې تړلې ده.

د کښتیو د تګ راتګ د څار شرکت «کپلر» د معلوماتو له مخې، د منځني ختیځ د تېلو صادرات د اکټوبر تر ۱۸مې په پای ته رسېدونکې اوونۍ کې هره ورځ له ۲۴ میلیونو بېرلو واوښتل، خو د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد لا هم تر هغه وخت ټیټ دی چې جګړه نه‌وه پیل شوې او هره ورځ شاوخوا ۱۴ میلیون بېرلو ته رسېږي، چې د پخوانۍ کچې ۸۲ سلنه جوړوي.

موضوع: د تېلو بازار وضعیت

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ