سازمان جهانی صحت اعلان کړی چې د اروپايي اتحادیې په ملاتړ، په افغانستان کې د هغو کسانو لپاره چې د مخدره موادو د استعمال له امله رواني ستونزو سره مخ دي، صحي خدمات تقویت کیږي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا درې نیم میلیون افغانان د مخدره موادو معتاد دي.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۳ کال کې ګڼ شمېر معتادین له سړکونو راټول کړل، خو ډېری یې حتی د درملنې وروسته هم د مختلفو رواني ناروغیو څخه رنځ وړي. اوس هم ګڼ شمېر معتادین په لویو ښارونو او تخریب شویو ځایونو کې ژوند کوي او د درملنې لپاره کافي صحي امکانات او مرکزونه نشته.

سازمان جهانی صحت د ۲۰۲۳ کال د میزان په ۲۹مه نېټه په خپل اکس پاڼه کې لیکلي چې د دې تعلیمي پروګرام له پیل راهیسې، د دې سازمان او همکارانو په مرسته ۵۵۱ صحي کارمندان په ټول افغانستان کې روزل شوي چې ۱۹۲ یې ښځې دي. د دې پروګرام هدف د صحي کارمندانو وړتیا لوړول دي ترڅو د مخدره موادو د استعمال له امله د رواني اختلالاتو سره مخ کسانو په وخت پیژندنه وکړي.

رواني متخصصین وایي چې معتادین اکثر د جدي رواني ستونزو لکه شدید افسردګي، شدید اضطراب، پارانویا او توهم سره مخ وي. د مخدره موادو استعمال د مغز کیمیاوي توازن ګډوډوي او د رواني ناروغیو خطر لکه اسکیزوفرینیا او د دوه قطبي اختلال زیاتوي.

د افغانستان د رواني صحت متخصصین، د جګړو، اقتصادي او امنیتي بې ثباتۍ، بېکارۍ، فقر او لوږې د رواني ناروغیو د زیاتوالي په لاملونو کې یادوي. د دکتور حکیم الله صالح په وینا، په افغانستان کې د ۵۰ سلنې څخه زیات خلک د رواني ستونزو، په ځانګړې توګه افسردګي او اضطراب سره مخ دي. د صحي کارمندانو روزنه یوه مثبت ګام دی، خو دا پروسه باید دوام ومومي، ځکه چې د خلکو د رواني ناروغیو په اړه معلومات کم دي.

سازمان جهانی صحت وایي چې د دې سازمان د هڅو په پایله کې د معتادینو د درملنې مرکزونو کې د صحي خدماتو وړاندیز ظرفیت لوړ شوی دی، ترڅو د دې مرکزونو له لارې د ناروغانو درملنه او د هغوی د رغیدو ملاتړ وشي.

موضوع: افغانستان کې د مخدره موادو معتادین

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ