د جنیوا مېشتې «ریچ» ادارې او د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په یوه تازه راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، څرګنده شوې چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو او د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو د افغانستان په ۲۸ ولسوالیو کې د ۳۹ کلیو او سیمو لارو ته زیان رسولی دی. راپور ښیي چې د لارو بندیدل د توکو لېږد، د بازارونو فعالیت او د ځینو سیمو د خلکو د اړتیاوو پوره کولو کې جدي خنډونه رامنځته کړي دي.

د راپور له مخې، که څه هم ځینې لارې ژر پرانیستل شوې، خو په ځینو سیمو کې د لارو بندښت نژدې دوې میاشتې دوام کړی دی. په هغو سیمو کې چې د لارو بندښت له اوو ورځو زیات شوی، د ځايي اوسېدونکو په وینا، ډېری خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. د ۲۰۲۶ کال د مارچ په نښتو کې د پکتیکا شاوخوا اووه ټولنې د لارو د زیانمنېدو له امله له نورو سیمو سره پرې شوې وې.

په کونړ، پکتیا او نورستان کې هم د لارو بندیدو جدي ستونزې موجودې دي. په نورستان کې د لارو بندښت تر ټولو اوږد و، چې له امله یې د اکمالاتي لارو تړل کیدو د غنمو، اوړو، وریجو او د حفظ الصحې وسایلو د نشتوالي لامل شوی دی. راپور ښیي چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو نښتو د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې ۶۱ ولسوالۍ او ۹۲ ټولنې اغېزمنې کړې دي.

د جګړو له امله په ځینو سیمو کې دوکانونه تړل شوي او په نورو کې امنیتي ګواښونه د خلکو بازارونو ته تګ ستونزمن کړی دی. راپور همداراز وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مهمو تجارتي لارو او بندرونو تړل کیدو د وارداتو او صادراتو بهیر ګډوډ کړی دی. د سوداګرۍ یوه برخه ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته اوښتې، خو د لارو اوږدوالي او د ترانسپورت د لوړو لګښتونو له امله د ځینو توکو بیې لوړې شوې دي. د ریچ د بازار د څارنې معلومات ښیي چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د یو کیلو وریجو متوسطه بیه ۹۹ افغانۍ وه، چې په ۲۰۲۶ کال کې ۱۴۳ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

موضوع: د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ