د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په اوکراین، سوریه، لبنان او افغانستان کې نهه میلیونه کسان د راتلونکي ژمي د تېرولو لپاره اضافي مرستو ته اړتیا لري.
دې ادارې د مرستو راټولولو یوه کمپاین پیل کړی دی، چې هدف یې د ژمنیو مرستو لپاره لږ تر لږه ۵۰ میلیونه ډالر راټولول دي. دا اندازه د تېر کال په پرتله درې میلیونه ډالر زیاته ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو مشرې، ډومینیک هایډ، وویل: "سرچینې کمې دي او لګښتونه په چټکۍ سره لوړېږي، په داسې حال کې چې د شمالي نیمې کرې د ژمي موسم رانژدې دی."
هغې زیاته کړه: "په دغو زیانګالو او د جګړو له اغېزو سره مخ هېوادونو کې میلیونونه کسان له دې خطر سره مخ دي چې د یخنۍ پر وړاندې به له کافي خوندیتوب پرته پاتې شي. موږ باید ژر تر ژره د هغوی د ساتنې لپاره اقدام وکړو."
د جنیوا مېشتې ادارې په وینا، په څلورو واړو هېوادونو کې د ژمنیو مرستو اړتیاوې ډېرې دي. په دې هېوادونو کې میلیونونه کسان د انرژۍ او خوراکي توکو د بیو له لوړېدو او د تودوخې او پخلي لپاره د سونتوکو له کمښت سره مخ دي. د دې وضعیت له امله، د مرستو اړتیا لا زیاته شوې ده، چې د ژمي په موسم کې د خلکو د خوندیتوب لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي.
موضوع: د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ مرستې
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS