په افغانستان کې د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ د پراخې ستونزې په اړه نړیوال سازمانونه خبرداری ورکوي. کورنۍ د اقتصادي کمزورتیا له امله خپلو کوچنیانو ته د اړتیا وړ مناسب خواړه نه‌شي برابرولی. د لغمان ولایت یوه ۲۴ کلنه ښځه چې د ۶ ماشومانو مور ده، وایي چې د هغې دوه نیم کلنه لور حسینه په شدیدې خوارځواکۍ اخته شوې ده. دې ښځې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې په راپور کې ذکر شي، ازادي راډیو ته وویل چې مېړه‌یې د خښتو بټۍ کې کار کوي او د خپلې لور لپاره د ډاکترانو له سپارښتنې سره سم خواړه نه‌شي برابرولی.

هغې زیاته کړه: "ډېر وخت کېږي چې مریضه هم ده، خوارځواکې ده، ډاکتر ته مو وړې وه، وس نه‌لرو، غریبي ده، څه نه‌شته چې وی، شیدې هم اوس نه‌خوري." یوازې حسینه نه، بلکې ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ ښکار دي.

د کابل په دشت برچي سیمه کې یوه بله مور چې له ایرانه راستنه شوې، وایي چې د هغې یو نیم کلن ماشوم هم خوارځواکۍ سره مخ دی. هغې وویل: "د جګړو له امله بېرته افغانستان ته راستانه شوو، دلته مې ماشوم پر خوارځواکۍ اخته شو، حیرانه یم چې څه وکړم."

نړیوالې مرستندویه مؤسسې او روغتیايي رضاکاران د ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه اندېښمن دي. ننګرهار ولایت کې یو روغتیايي رضا کار الفت‌الله محب‌زی وایي چې فقر او بې‌وزلي د خوارځواکۍ اساسي لاملونه دي.

یونیسف په تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي. د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي چې اقلیمي بدلونونه د خوړو نا امني رامنځته کړې. متخصصین هم وایي چې خوارځواکۍ د ماشومانو لپاره یوه عامه ناروغي ده چې د خوړو د کموالي او د چاپېریال له عواملو څخه رامنځته کېږي.

د کابل د طبي پوهنتون پخوانی استاد ډاکتر احمدالدین معارج وایي چې د ماشومانو خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره د کورنۍ اقتصادي وضعیت مهم دی. د یونېسف دفتر هم زیانګالو کورنیو سره نقدي مرستې کوي ترڅو مغذي خواړه او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

موضوع: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ ستونزې

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ