د منځني ختیځ په سیمه کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ (سنتکام) د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د هرمز تنګي په نږدې سیمه کې د شپني هوايي برید په غبرګون کې یې د بحرین په یوه بندر کې د امریکا د پوځ د خبرداري رادار له‌منځه وړی دی.

سنتکام په یوه بیان کې وویل: "سپاه پاسداران ځواکونو دوه بې‌پیلوټه الوتکې د بحرین پر لور وتوغولې، خو دواړه د امریکايي ځواکونو له‌خوا وویشتل شوې او نسکورې شوې دي. په دې پېښه کې نه چا ته زیان اوښتی او نه هم کوم مالي تاوان رامنځته شوی دی."

ایران د سپاه پاسداران له لوري ادعا کړې چې د سیریک په سیمه کې یې د مخابراتي برج د «دښمن» د هوايي برید په غبرګون کې د امریکا د پوځ رادار په نښه کړی دی. د ایران رسمي خبري اژانس (ایرنا) هم راپور ورکړی و چې د هرمزګان ولایت په سیریک سیمه کې د «دښمن» په یوه برید کې یوه سیمه په نښه شوې ده، خو د بریدګر نوم یې نه دی یاد کړی.

د سپاه پاسداران په اعلامیه کې هم امریکا په دې برید کې مسؤل نه‌بلل شوې، او سنتکام هم د هرمز تنګي پر ساحلي سیمه د ادعا شوي برید په اړه کومه یادونه نه ده کړې. دغه سیمه د ایران د رادار او مخابراتي شبکې یوه برخه ده چې د هرمز تنګي د اوبو د څارنې لپاره کارول کېږي.

د فبرورۍ په ۲۸مه، د امریکا او اسرائیلو له‌خوا د جګړې له پیل راهیسې په دې سیمه کې څو ځله بریدونه شوي دي. تهران تر دې مخکې هم په دې ښارګوټي کې د مخابراتي زېربناوو د بریدونو راپورونه ورکړي دي. د بریدونو دا تازه تبادله یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل، واشنګټن نور له تهران سره یوې هوکړې ته اړتیا نه‌لري.

موضوع: د ایران او امریکا ترمنځ د نظامي تنشونو راپور

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ