د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه تر اوسه پورې، له نیم میلیون څخه زیات افغان کډوال یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته راستنېدلي دي. اوچا د دوشنبې په ورځ، د ۲۳ سنبله په یوه تازه راپور کې ویلي چې شاوخوا ۴۰ سلنه دغه راستنېدونکي په ننگرهار کې میشت شوي دي.

د دې ادارې په وینا، د راستنېدونکو شمېر زیاتیدل د ننگرهار په ټولو خدماتو او امکاناتو، لکه مسکن، عامه خدمات او محلي کار بازار باندې فشار زیاتوي. په همدې حال کې، ځینې کورنۍ چې تازه له پاکستان څخه افغانستان ته راستنېدلي، د کار د فرصتونو نشتوالی، د سرپناه نه لرل او د عامه خدماتو محدودیت په اړه شکایت کوي.

ثناگل، چې تازه له پاکستان څخه ننگرهار ته راستنېدلې، وايي: "دلته هېڅ ډول ورځني کار نه موندل کیږي، حال دا چې په پاکستان کې ډیر کارونه موجود وو. هر څوک کولی شول چې د خپلې خوښې کار پیدا کړي، خو دلته ټول وايي چې کار ته اړتیا لري، مګر کار نشته."

یو بل راستنېدونکی، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې ذکر شي، ویلي چې "هشت میاشتې کیږي چې له پاکستان څخه راستون شوی یم، مګر په دې موده کې مې هېڅ کار نه دی موندلی. نه پوهیږم چې څنګه د خپلې کورنۍ د ژوند لګښتونه پوره کړم. هر ځای چې د کار لپاره لاړم، منفي ځواب مې ترلاسه کړ."

ډیری کسان چې له اوچا سره خبرې کړي، ویلي چې کلونه او حتی لسیزې په پاکستان کې تېرې کړې او اوس د لږو شتمنیو او د عاید د نشتوالي سره افغانستان ته راستنېږي. اوچا زیاتوي چې راستنېدونکي د مناسب سرپناه، د پاکو اوبو د لاسرسي، د کار د محدودو فرصتونو او د صحي او تعلیمي خدماتو د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دې ادارې په وینا، ډیری راستنېدونکي د هویت اسنادو او رسمي مدارکو نه لرلو له امله د خپلو ماشومانو د ښوونځیو ثبت، خدماتو ته د لاسرسي او د کار موندلو په برخه کې ستونزې لري. اوچا وايي چې ډیری راستنېدونکي په پاکستان کې زېږیدلي او لوی شوي، او د افغانستان هغو سیمو سره چې د دوی د کورنیو اصلي استوګنځی ګڼل کیږي، لږ ارتباط لري.

موضوع: افغان کډوال له پاکستان څخه راستنېدل

سرچینه: Azadi Radio  افغانستان

خبر شریک کړئ