د هسپانیې پلازمېنه مادرید د دوشنبې په ورځ د "زموږ غږ واورئ" په نوم د څلورمې نړیوالې غونډې کوربه و. دغه دوه ورځنۍ غونډه چې د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت او "د افغانستان لپاره د ښځو" سازمان په همکارۍ جوړه شوې، په کې له افغانستان څخه بهر لسګونه ښځینه مشرانو، د هغوی نارینه ملاتړو او د ملګرو ملتونو استازو برخه اخیستې وه. غونډه د "د محاسبې له لارې د عدالت او سولې په تحقق کې د افغان ښځو د مشرتوب" تر شعار لاندې ترسره شوه.
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوېل البارس د غونډې په پرانیستونکې وینا کې د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه سختې نیوکې وکړې. هغه وویل، طالبانو د ښځو د زدهکړو، کار، سیاسي مشارکت او د تګ راتګ د ازادۍ په محدودولو سره د جنسیتي تبعیض یو نظام رامنځته کړی دی. البارس دغه وضعیت د "جنسیتي اپارتاید" په توګه وبلل او د نړیوالو قوانینو له مخې یې د دې کړنې د جرم په توګه پېژندلو ملاتړ وکړ.
وزیر البارس ټینګار وکړ چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د نقض عاملان باید حساب ورکړي. هغه وویل، نړیواله ټولنه باید د بشري حقونو د سرغړونو موارد وڅېړي او مستند کړي، ترڅو د عاملانو د معافیت مخه ونیول شي.
همدارنګه، هسپانیې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د نوي خپلواک مېکانیزم د فعالیت د پیل په هدف مالي مرسته برابره کړې ده.
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي د هسپانیې له ملاتړ څخه مننه وکړه او وویل چې په افغانستان کې وضعیت یوازې بشري بحران نه، بلکې سیاسي بحران هم دی. هغې د عدالت پر ټینګښت او د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو پر حساب ورکونې ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، پرمیلا پتن، هم په غونډه کې وینا وکړه او د افغانستان وضعیت یې د ښځو پر وړاندې د سیستماتیکې ځورونې تر ټولو ویجاړوونکې بېلګه وبلله.
غونډه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو د نړیوالې ورځې په درشل کې ترسره شوه، چې د نومبر په ۲۵ لمانځل کېږي.
موضوع: د افغان ښځو حقونو د نقض په اړه نړیواله غونډه
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports