د اروپايي ټولنې استازی توماس فریلسن وايي چې دوی په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه په نږدې توګه څاري او په دې اړه اندیښنې لري. هغه د پنجشنبې په ورځ «دلړم په ۲۸مه» ازادي راډیو ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې د ترهګرۍ سره مبارزه د اروپايي ټولنې د لومړیتوبونو څخه ده، ترڅو افغانستان بیا د ترهګرو ډلو د پناه ځای نه شي.
فریلسن زیاته کړه چې طالبانو د اسلامي دولت یا داعش د خراسان ډلې پر وړاندې مبارزه کړې، خو په افغانستان کې نورې ترهګرې ډلې هم فعاله دي. هغه وویل: "موږ د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ډلې وروستی راپور هم لیدلی چې په تېر اګست کې خپور شو، او باید ومنل شي چې طالبانو د داعش خراسان پر ضد اقدامات کړي دي، ځکه چې دا ډله د طالبانو دښمنه ګڼل کیږي."
د اروپايي ټولنې استازی همداراز وویل چې د افغانستان د ژوند شرایط د خلکو لپاره د ترهګرو ډلو له خوا د استخدام او جلب خطر زیاتوي. هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ او په سرحدي سیمو کې ناکراریو ته هم اندیښنه څرګنده کړه، چې دا وضعیت د ترهګرو فعالیتونو لپاره زمینه برابروي.
بلخوا، د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په تازه څرګندونو کې ادعا وکړه چې د داعش خراسان ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده. مجاهد دغه خبرې د ملګرو ملتونو د مرستیال سرمنشي الکساندر زویف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې کړې. زویف د لړم په ۱۵مه، د شانګهای پلس امنیتي غونډې ته وویل چې داعش د خپلو فعالیتونو لپاره له بېپیلوټه الوتکو او مصنوعي ځیرکتیا څخه کار اخلي.
فریلسن یادونه وکړه چې اروپايي ټولنه په تېرو ۵ کلونو کې په افغانستان کې د ولس د خیر ښېګڼې لپاره خپل ډیپلوماتیک حضور ساتلی، چې بشري حقوق، د ترورېزم ضد مبارزه او ټولشموله سیاسي پروسه د دې ټولنې په لومړیتوبونو کې شامل دي.
موضوع: د اروپايي ټولنې اندیښنې په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونو په اړه
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports