د بېپولې ډاکترانو سازمان (اېماېساېف) په تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ له امله د روغتونونو کې بستر شوو ماشومانو شمېر شاوخوا ۲۸ سلنه زیات شوی دی.
دغه راپور د پنجشنبې په ورځ خپور شو، چې پکې ویل شوي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اګسټ پورې، په هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کې نږدې ۸،۵۰۰ ماشومان د خوارځواکۍ د درملنې په ځانګړو مرکزونو کې بستر شوي دي. د راپور له مخې، د شپږو میاشتو څخه د کم عمره ماشومانو بستر کېدو کې تر ۳۱ سلنې زیاتوالی راغلی دی.
اېماېساېف خبرداری ورکړی چې د بېوزلۍ او د خوړو د کمښت له امله د خوارځواکۍ ستونزه لا پسې جدي شوې ده. دغه سازمان د روغتیايي خدماتو د کمښت له امله د شاوخوا ۳۰۰ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو یادونه هم کړې، چې له کبله یې تر دوو میلیونو ډېر کسان له روغتیايي خدمتونو بېبرخې شوي دي.
د بېپولې ډاکترانو سازمان اټکل کړی چې په راتلونکي میلادي کال کې به په افغانستان کې تر څلورو میلیونو ډېر له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري. دا وضعیت د افغان ماشومانو لپاره د اندیښنې وړ دی، ځکه چې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره موجودې سرچینې کافي نه دي.
د خوارځواکۍ د دې زیاتیدونکي حالت په وړاندې د نړیوالو مرستو اړتیا لا زیاته شوې ده، ترڅو د ماشومانو روغتیا او ژوند ته خطر نه پېښ شي.
موضوع: افغان ماشومانو کې د خوارځواکۍ زیاتوالی
سرچینه: Azadi Radio افغانستان