یو ۲۶ کلن افغان سوک وهونکی چې په یونان کې پناه اخیستې، نن چهارشنبه د یوې سکاټلنډۍ مرستندویه کارکونکې الیزابت جین راس د وژنې په تور محکمې ته وړاندې کېږي.
د یونان پولیسو ویلي، د ۳۸ کلنې راس مړی د جولای په ۱۸مه په اتن ښار کې په یوه بکس کې وموندل شو. نوموړې د جولای له ۱۵مې راهیسې ورکه وه. پولیسو ادعا کړې چې تورن د وژنې تورونه رد کړي او وایي چې مړی یې په یوه اپارتمان کې موندلی، خو د وېرې له امله یې په بکس کې ایښی او د پټولو هڅه یې کړې ده.
یوشمیر رسنیو تورن کس شریف احمدزی معرفي کړی، چې په افغانستان کې زیږیدلی او په ځوانۍ کې یونان ته تللی دی. چارواکي وايي، تورن د راس له مړینې وروسته د هغې بانکي کارت د پیسو ایستلو لپاره کارولی او ښایي د هغې له ټیلیفون څخه یې داسې پیغامونه هم استولي وي چې ګواکې نوموړې لا ژوندۍ ده.
د پولیسو په وینا، د قضیې څېړنې روانې دي او د تورونو بڼه کېدای شي د پلټنو له پرمختګ سره بدله شي.
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS