د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ نن چهارشنبه د اګسټ په ۵مه په ایرلنډ کې پیلېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ په دې اړه ویلي چې د ملي لوبډلې لوبغاړو د دوشنبې په ورځ د ایرلنډ سره د سیالیو لپاره خپل تمرینات ترسره کړي دي. د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه به د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجو د ایرلنډ د «بریډي» کرکټ لوبغالي کې ترسره شي. د دې سیالیو لړۍ به تر اګسټ ۱۴مې نېټې پورې دوام وکړي.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنېټ، د یکشنبې په ورځ ویلي و چې د ایرلنډ کرکټ بورډ ته دا فرصت په لاس کې دی چې د جنسیتي برابرۍ ملاتړ په عمل کې څرګند کړي او په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړي.
د ایرلنډ کرکټ بورډ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د احتمالي اعتراضونو د اټکل له امله یې د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره مناسب امنیتي تدابیر نیولي او له پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره همغږي کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ټولې پنځه سیالۍ په خوندي توګه ترسره شي.
د دې سیالیو کوربهتوب د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو له امله له نیوکو سره مخ دی.
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS