د هرات د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید مسعود حسيني خبر ورکړی چې یوه ښځه د نیم کلن ماشوم د پنځم پوړ څخه غورځولو په تور نیول شوې ده، چې د ماشوم مړینه یې رامنځته کړې ده. د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، تورنې شوې ښځې په لومړنیو تحقیقاتو کې د خپل عمل په اړه اعتراف کړی دی.
حسيني وویل چې دغه ښځه په هغه کور کې د صفاکارې په توګه کار کاوه چې پېښه پکې شوې ده. د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند د ماشوم د غورځولو لامل د نوموړې ښځې او د کورنۍ د دوو نورو صفاکارانو ترمنځ شخصي اختلافات یاد کړي دي.
تېره ورځ راپورونه خپاره شول چې یوې ۵۵ کلنې ښځې د هرات ښار د قول اردو د فامیلیو په سیمه کې یو ماشوم له ودانۍ څخه غورځولی دی. ځايي سرچینو ویلي چې وژل شوی ماشوم «نوران» نومېده او د هغه کورنۍ تازه له جرمني څخه هرات ته راغلې وه.
د سرچینو په وینا، د ماشوم د مور د ګرځنده ټیلیفون او یو څه نغدو پیسو له ورکېدو وروسته، د کورنۍ پر صفاکارانو د غلا شک وشو. د اختلافاتو له زیاتېدو وروسته، کورنۍ پرېکړه وکړه چې هغه صفاکاره، چې شاوخوا ۱۵ کاله یې له دوی سره کار کړی و، له دندې ګوښه کړي.
د قضیې په اړه باخبره کسانو ویلي چې دغه ښځه وروسته له هغه چې د غلا په تور پرې شک وشو او د خپلې دندې د ختمېدو له پرېکړې خبر شوه، د پنجشنبې په سهار (د زمري ۱۵مه) هغه مهال چې کورنۍ د ټیلیفون د ورکېدو په موضوع بوخته وه، د ودانۍ پنځم پوړ ته ختلې او ماشوم یې له کړکۍ څخه غورځولی دی.
د هرات د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویلي چې د پېښې د حقیقت موندلو لپاره لا هم نورې څېړنې روانې دي.
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو