د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د یوې حقوقي ادارې د شپږو کارکوونکو د عاجل خوشي کیدو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان پرون جمعه پر خپلې ایکسپاڼې له طالبانو غوښتنه وکړه چې د ښځو او ماشومانو د حقونو د څیړنې په موخه نیول شوي کارکوونکي آزاد کړي.

بښنې نړیوال سازمان په خپل بیان کې ویلي، چې دغه کسان د جولای له ۱۸مې راهیسې په غیر قانوني توګه نیول شوي او تر اوسه په توقیف کې دي. د دې سازمان په وینا، نیول شوي کارکوونکي د بشري حقونو د څیړنې په برخه کې کار کوي او د هغوی نیول د بشري حقونو د سرغړونې یوه نښه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لپاره ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ هم د دغو شپږو کسانو د خوشي کیدو غوښتنه کړې وه. هغه د طالبانو له خوا د دې کسانو د نیولو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د دوی د ژر خوشي کیدو غوښتنه یې کړې ده.

تر اوسه طالبانو د دې کسانو د نیولو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي. د بښنې نړیوال سازمان د دې کار د دوام په اړه اندیښنه لري او وايي چې دا عمل د بشري حقونو د اصولو خلاف دی.

د بشري حقونو د مدافعینو او سازمانونو له خوا د دې قضیې په اړه غبرګونونه زیات شوي، او د نړیوالې ټولنې غوښتنه دا ده چې د نیول شویو کارکوونکو حقونه باید خوندي شي.

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ