د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مزار شریف په ښار کې د ایراني قونسلګرۍ پر وړاندې د برید د کلیزې په مناسبت، د دې پېښې د "مبهمو اړخونو" د روښانه کېدو او د عاملانو او امر کوونکو د پېژندلو پر اړتیا ټینګار کړی دی. دا برید چې د ۱۳۷۷ کال د زمري په ۱۷مه ترسره شو، هغه مهال وشو چې طالبانو د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ونیو. په دې برید کې اته ایراني دیپلوماتان او یو خبریال ووژل شول.

که څه هم طالبانو د دې برید مسوولیت و نه مانه، ایران هغه مهال طالبان د دې پېښې اصلي مسوولین وبلل. طالبانو وروسته ادعا وکړه چې ایراني دیپلوماتان او خبریال د "خپل‌سرو ځواکونو" له خوا وژل شوي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تازه اعلامیه کې دغه برید "تروریستي" بللی او د دیپلوماتیکو حقونو د نقض په توګه یې یاد کړی دی.

د وزارت په وینا، د مزار شریف پر قونسلګرۍ تروریستي برید او د کارکوونکو شهادت یو "شنیع جنایت" دی چې د وخت په تېرېدو سره یې اهمیت نه کمېږي. ایران د دې برید د مبهمو اړخونو د روښانه کېدو، په ځانګړي توګه د عاملانو او امر کوونکو د پېژندلو پر اړتیا ټینګار کوي او له هر ډول امکاناتو څخه به د دې موضوع د تعقیب لپاره ګټه واخلي.

ایران په تېرو کلونو کې هر کال د دې پېښې د کلیزې په مناسبت اعلامیه خپروي، خو په دې وروستۍ اعلامیه کې د طالبانو هېڅ یادونه نه ده شوې. دا په داسې حال کې ده چې تهران له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو

خبر شریک کړئ