امرالله انداز په کابل ښار کې د احمدشاه بابا مینې په سیمه کې د کاسه او ظرفونو په واسطه ماست او چای پلوري. هغه وایي چې شاوخوا یوه میاشت مخکې یې دا کاروبار د څو سوو افغانیو په قرض پیل کړی و. د هغه په وینا، اوس د دې لارې د خپلې د ۱۲ کسیزې کورنۍ د ژوند لومړني لګښتونه پوره کوي.
امرالله زیاتوي چې په ورځ کې ۲۰۰ یا ۲۵۰ افغانی عاید لري او غواړي د دې پیغام خپرولو لپاره کار وکړي چې هر ځوان کولی شي د ۵۰۰ افغانیو سره خپل کاروبار پیل کړي. هغه وایي، "زموږ زیاتره ځوانان په کور کې وایي چې موږ ته ۲۰۰ یا ۳۰۰ زره افغانی ورکړئ تر څو کار پیل کړو."
د هغه په وینا، نه یوازې چې هغه خپل کاروبار پیل کړی، بلکې د یوه ملګري لپاره هم د کار زمینه برابره کړې چې د کار موندلو لپاره د قاچاقي لارې ایران ته تلل غوښتل.
احمدشاه، چې د یوه څلورو کسیز کورنۍ سرپرست دی، د کابل د شاه شهید اوسیدونکی دی. هغه چې له یوه کال راهیسې له پاکستان څخه راستون شوی، د چپس، برګر او فلافل پلورنه کوي. احمدشاه هم د قرض په اخیستو سره خپل کاروبار پیل کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق وایي چې همدا کوچني کاروبارونه د افغانستان اقتصاد ته وده ورکوي. خان جان الکوزی، د دې اتاق مشاور، وایي چې کوچني کاروبارونه د لوی اقتصاد بنسټ جوړوي.
خو د امکاناتو په برخه کې، الکوزی د بانکونو د ستونزو یادونه کوي چې خلکو ته قرضونه نه ورکول کیږي. د طالبانو د بیا واکمنیدو په لومړیو کې، ځینې خلک د خپلو سپما شویو پیسو د اخیستو لپاره له ستونزو سره مخ شوي.
د کوچنیو کاروبارونو د شمېر په اړه دقیق معلومات نشته، خو دا کاروبارونه د افغان کورنیو د نان خوراک وسیله ده. په دې برخه کې ښځې هم فعالیت لري، خو ځینې خلک د کم عاید له امله ژر مایوس کیږي.
خو امرالله انداز او ورته نور کسان د خپلو کارونو ته دوام ورکوي او د راتلونکي په اړه هیله لري. هغه وایي: "زما هدف ډیر لوړ دی. زه غواړم چې زما کاروبار پراخ شي او ماست مې هر کور ته ورسیږي."
موضوع: کوچني کاروبارونه او د افغانستان اقتصاد
سرچینه: Azadi Radio افغانستان