د ملګروملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د باور وړ برېښنا نشتوالی لا هم د روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو، د خلکو د معیشت او سیمه ییزو اقتصادونو لپاره یوه جدي ستونزه ده.

د UNDP د افغانستان څانګې د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې څرګنده کړې، چې یوازې شاوخوا ۴۰ تر ۴۲ سلنه افغانان له ملي برېښنا شبکې سره وصل دي. په کلیوالو سیمو کې د خلکو د برېښنايي خدمتونو نشتوالی د دې سیمو د پرمختګ لپاره یوه ستره خنډ ګڼل کیږي.

د راپور له مخې، د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د ملي برېښنا شبکې غځول له ګڼو ستونزو سره مخ دی. له همدې امله، د غیرمتمرکزې نوي کېدونکې انرژۍ کارول د دې ستونزو د حل لپاره یوه مناسبه لاره بلل شوې ده.

UNDP وایي، د دې وضعیت د ښه کولو لپاره یې په افغانستان کې د نوي کېدونکې انرژۍ پروژې پیل کړې دي. د دې پروژو په ترڅ کې په ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو کې لمریز برېښنايي سیستمونه نصب کیږي، چې له دې لارې به د خلکو د ژوند کیفیت ښه شي.

د UNDP په وینا، د برېښنا نشتوالی نه یوازې د روغتیا او زده‌کړو په برخو کې ستونزې رامنځته کوي، بلکې د خلکو د معیشت او سیمه ییزو اقتصادونو لپاره هم جدي خطرونه لري. د دې پروګرام هدف د دې ستونزو د حل لپاره نوې لارې چارې موندل او د خلکو د ژوند معیار لوړول دي.

موضوع: د افغانستان کلیوالو سیمو کې د برېښنا نشتوالی

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ