د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې د فعالیتونو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او د دې ګواښونو پر وړاندې د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه یې کړې ده.

ماریا زاخارووا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، د نومبر په ۲۰مه، په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او په افغانستان کې د ثبات ټینګښت د سیمې د امنیت لپاره حیاتي دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح شوې چې توماس فریلسن، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه ټولنه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه په دقت سره څاري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دې ادعا سره سره د ترهګرۍ د خطراتو په اړه خپل اندېښنې څرګندوي.

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال الکساندر زویف د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای پلس امنیتي غونډې ته ویلي و چې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د معلوماتو له مخې، داعش خراسان څانګه د خپلو فعالیتونو د پرمخ وړلو لپاره له بې‌پیلوټه الوتکو او مصنوعي ځیرکتیا څخه ګټه اخلي.

موضوع: افغانستان کې د داعش خراسان ډلې فعالیتونه

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ