د ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې د څلورو لسیزو جګړو له امله افغانان له ژور جسمي، رواني، ټولنیز او اقتصادي عواقبو سره مخ دي. د دې راپور له مخې، ډېری قربانیان لا هم د انصاف، جبران یا د زیانونو رسمي پیژندنې ته لاسرسی نه لري. افغانستان له ۴۰ کلونو زیاتې وسله والې جګړې تجربه کړې، چې په ۲۰۲۱ کال کې پای ته ورسېده. دغه جګړه د پراخو مرګونو، بې ځایه کیدو او ویجاړیو سبب شوه. د ۲۰۰۹ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ، د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (UNAMA) د ۴۰ زرو څخه زیات ملکی مرګونه او ۷۷ زره ټپونه ثبت کړي دي، چې دا جګړې د حکومت او ائتلاف ځواکونو، اسلامي امارت او نورو وسله والو ډلو ترمنځ روانې وې.

د راپور له مخې، د اسلامي امارت د واکمنۍ په لړ کې د ۲۰۲۱ کال تر نیټې پورې د ۲۰۰ قربانیانو او د هغوی د خپلوانو سره مرکې شوې. راپور ښیي چې ۹۵ سلنه مرکه شویو کسانو د رواني یا عاطفي زیان تجربه کړې، چې په کې خپګان، اندیښنه، د حافظې له لاسه ورکول او نورې رواني نښې شاملې دي. نږدې ۶۰ سلنه قربانیان جسمي ټپونه هم لري چې د څو میاشتو، کلونو یا حتی لسیزو لپاره یې اغیزه کړې ده.

ځینې قربانیان د مزمن درد او معذوریت سره ژوند کوي، خو د مالي خنډونو او محدود روغتیایي خدماتو له امله له ستونزو سره مخ دي. د جګړې له امله ټپونه د هغوی د زده کړې یا کار کولو مخه نیسي، چې د دوی او د دوی د کورنیو لپاره اوږدمهاله اقتصادي ستونزې رامنځته کوي. د جګړې له امله بیوه شوې ښځې د اقتصادي ناامنیو سره مخ دي، ځکه چې د افغانستان چارواکو لخوا د کار کولو محدودیتونه لګول شوي دي.

د راپور له مخې، ډېری قربانیان د جبران یا انصاف ترلاسه کولو کې ناکام پاتې شوي دي. ۵۵ سلنه مرکه شویو کسانو هیڅکله د جبران غوښتنه نه ده کړې، ځکه چې هغوی باور لري چې د دوی غوښتنې به جدي ونه نیول شي یا د انتقام ویره لري. د هغو کسانو په منځ کې چې د انصاف غوښتنه کړې، ۶۴ سلنه یې وویل چې د دوی هڅې ناکامې شوې. د دې لپاره یې د اداري خنډونو، د ځواب نه ورکولو، او د شفافیت کمښت ذکر کړی دی.

د قربانیانو لومړیتوبونه د مالي جبران، انصاف ته لاسرسی او د شخصي امنیت تضمین غوښتنه ده. د ملګرو ملتونو یوه چارواکې، جورجیت ګاګنون، وویل: "زموږ د مرکو پایلې د افغان ټولنې د ګډې ټپې ژوروالی او پراختیا څرګندوي."

موضوع: افغانستان کې د جګړو رواني او جسمي زیانونه

سرچینه: Ariana NEWS

خبر شریک کړئ