د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) په خپل تازه راپور کې ویلي چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان له بیا واکمنیدو وروسته، د رسنیو د ازادۍ محدودولو لپاره له ۲۰ زیات ملي فرمانونه او ګڼ ولایتي حکمونه صادر کړي دي. په دې راپور کې څرګندېږي چې د خبریالانو پر فعالیتونو فشار ورځ تر بلې زیات شوی دی.

د راپور له مخې، طالبانو د حکومت پر نیوکو بندیز لګولی، ښځې د پراخو محدودیتونو سره مخ دي، او سیاسي بحثونه په بشپړه توګه غلي شوي دي. همدارنګه، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز هم لګول شوی دی. بې پولې خبریالانو سازمان په دې باور دی چې طالبانو په پنځه کلونو کې افغانستان د معلوماتو په زندان بدل کړی دی.

د دې سازمان په وینا، هر نوی فرمان د خبریالانو او خپلواکو رسنیو لپاره فضا لا تنګه کړې، او د نیوکو بندیز او سانسور په رسمي توګه قانوني شوي دي. ښځینه خبریالانې تقریباً له رسنیو څخه حذف شوې دي، او د رسنیو مسلکي کسان د مجرم په توګه پیژندل شوي، چې د طالبانو چارواکي د معلوماتو پر بهیر بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.

RSF له طالبانو غوښتنه کړې چې ټول قوانین او مقررات لغوه کړي چې د رسنیو ازادي محدودوي. دغه سازمان همدارنګه ویلي چې په سلګونو افغان خبریالان له دې ځپنې د تېښتې لپاره اړ شوي چې له هېواده ووځي.

د بې پولې خبریالانو سازمان له هغو هیوادونو څخه هم غوښتنه کړې چې د رسنیو کارکونکو ته پناه ورکوي، تر څو د دې خطرونو په اړه پوه شي او له جبري ستنولو څخه ډډه وکړي، او د خبریالانو خوندیتوب تضمین کړي.

موضوع: طالبانو د رسنیو پر ازادۍ محدودیتونه

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ