په هرات کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د یوه سړي د وژنې په اړه د مقتول مېرمن او دوه نور نارینه نیول شوي دي.
د هرات د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید مسعود حسيني د «رادیو پولیس» سره په خبرو کې څرګنده کړه، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې د دغه سړي په وژلو اعتراف کړی دی. د نوموړي په وینا، اسماعیل په یکشنبه، د زمري په ۴مه، د هرات ښار د اتمې امنیتي حوزې په «G7» سیمه کې د یوه موټر د سپرلیو له خوا تښتول شوی و.
د اسماعیل کورنۍ دوه ورځې وروسته طالبانو ته مراجعه وکړه، چې د هغه د موندلو لپاره پلټنې پیل شوې. د لټون په پایله کې، د اسماعیل جسد د ګذرې ولسوالۍ د ملا اسفند له غره څخه وموندل شو.
حسيني وویل، چې د «مسعود» او «سیفالرحمان» په نومونو دوه کسان نیول شوي دي. د هغه په وینا، د نیول کېدو پر مهال د اسماعیل د تښتولو لپاره کارول شوی موټر هم له دغو کسانو سره وموندل شو.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند همدارنګه وویل، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او څرګنده شوې چې د مقتول مېرمن هم په دې وژنه کې لاس لري. اوس مهال د اسماعیل مېرمن او دوه نور نارینه په بند کې دي. د اسماعیل مېرمن په لومړنیو تحقیقاتو کې د مسعود او سیفالرحمان له خوا د خپل مېړه په وژنه کې لاس لرل تایید کړي او د خپلې کورنۍ له اختلافاتو یې هم خبرې کړې دي.
موضوع: د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د یوه سړي وژنه
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو