د کوېټ د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ "د لیندۍ په شپږمه" اعلان وکړ چې د ایران پر کوېټ د "پرله‌پسې بریدونو" په غبرګون کې یې د دغه هېواد سفیر احضار کړی دی. دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغه ترسره شو چې د بې‌پیلوټه الوتکې په یوه برید کې دوه ایټالوي وګړي ووژل شول.

د کوېټ د بهرنیو چارو وزارت په یوه پیغام کې ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر، محمد توتونچي، احضار شوی او د ایران د بریدونو په اړه رسمي اعتراض‌لیک ورته سپارل شوی دی. په دې بریدونو کې د پنجشنبې ورځې وروستی برید هم شامل دی چې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله د کوېټ پر یوه مهمه تأسیساتي ودانۍ ترسره شو.

ایران په تېره یوه اوونۍ کې د هرمز تنګي په اوبو کې پر سوداګریزو او تېلو وړونکو بېړیو سربېره، پر کوېټ او بحرین هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر او پوځي چارواکو په دغه برید کې د تهران لاس لرل رد کړي دي.

په دې برید کې د جرمني د دفاعي وسایلو جوړولو شرکت "راین‌مېټال" دوه کارکوونکي هغه مهال ووژل شول چې پر یوه هوايي دفاعي سیسټم کار کاوه. په دغه برید کې یو کوېټی او یو پاکستانی وګړی ټپیان شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ له خپل کوېټي سیال جراح جابر الاحمد الصباح او د ایټالیا د بهرنیو چارو له وزیر انتونیو تایاني سره په جلا ټیلیفوني خبرو کې په دغه برید کې د تهران هر ډول لاس لرل رد کړل. عراقچي ټینګار وکړ چې ایران په دې پېښه کې لاس نه لري.

بل‌خوا، د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فون در لاین پر ایران د فشارونو د زیاتولو غوښتنه کړې ده. هغې د دوو ایټالوي وګړو پر وژل کېدو د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې باید پر ایران فشارونه زیات شي څو د خلیج په سیمه کې د نه‌منلو وړ بریدونه پای ته ورسیږي.

موضوع: کوېټ د ایران سفیر احضارول

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ