د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري د طب او غاښونو په پوهنځیو کې د افغان محصلانو د شمولیت د درولو پرېکړه «د ژورې اندېښنې وړ» بللې او له اسلام‌اباد یې غوښتنه کړې چې دا پرېکړه سمدستي بېرته واخلي.

کرزي په یوه بیان کې ویلي، چې تعلیمي او علمي همکاري باید هېڅکله د ګاونډیو هېوادونو د سیاسي اختلافاتو قرباني نشي. هغه ټینګار کړی چې د افغان ځوانانو زده‌کړې یوه بشري او پرمختیايي موضوع ده او باید له سیمه‌ییزو سیاسي ترینګلتیاوو جلا وساتل شي.

د کرزي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ وروسته له دې شوې چې د پاکستان طبي او غاښونو شورا پوهنتونونو ته لارښوونه کړې چې سږ کال افغان محصلان ونه مني. دغه شورا د پاکستان په پوهنتونونو کې د طب په زده کړو بوختو افغان محصلانو ته هم ویلي چې له پاکستان څخه ووځي.

کرزي د هغو پاکستاني سیاسي او مدني فعالانو مننه کړې چې د دې پرېکړې مخالفت یې کړی دی. د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون په ګډون، یو شمېر فعالانو له خپل حکومت څخه غوښتنه کړې چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.

د کرزي په وینا، افغان محصلان باید د زده‌کړو حق ولري او دا حق باید د سیاسي اختلافاتو له امله محدود نشي. هغه د دې موضوع په اړه د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو د مدافعینو پام هم جلب کړی دی.

موضوع: د افغان محصلانو د زده‌کړو محدودیت

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ