چینايي رسنیو، په ځانګړې توګه د دوزهانګ نیوز، خبر ورکړی چې د چین له شاندونګ ولایت څخه یو رېلګاډی د حیرتان په لور روان دی. دا رېلګاډی د چین څخه افغانستان ته په مستقیمه توګه سوداګریز توکي لېږدوي، چې په وروستیو کلونو کې د دې ډول ترانسپورت لپاره لومړی ځل دی.
د دوزهانګ نیوز د راپور له مخې، رېلګاډی د چین له لیني ښاره حرکت کړی او په کې نږدې دوه میلیونه ډالرو ارزښت لرونکي سوداګریز توکي بار دي. دا رېلګاډی د اکټوبر په ۲۱مه نېټه روان شوی او تمه کیږي چې په ۲۰ ورځو کې د بلخ ولایت حیرتان بندر ته ورسېږي.
د چینايي رسنیو په وینا، د دې نوې لارې پرانیستلو سره به د افغانستان او چین ترمنځ یو مستقیم ترانسپورټي دهلېز رامنځته شي. دا اقدام به د منځنۍ، سوېلي او لوېدیځې آسیا ترمنځ د سوداګرۍ لپاره نوې لارې پرانیزي.
د دې رېلګاډي حرکت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام ګڼل کیږي. د دې ترانسپورتي لارې پرانیستل به د افغانستان اقتصادي وضعیت ته مثبت اغېز وکړي او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره نوې فرصتونه رامنځته کړي.
د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره دا نوې لاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره هم مهمه ده.
موضوع: چین د سوداګریزو توکو رېلګاډی افغانستان ته واستاوه
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS