فرانسې اعلان کړی چې د بریتانیا د هوايي ځواک جنګي الوتکو په لومړي ځل د دې هېواد د اټمي برید د تمثیلولو په پوځي تمرین کې ګډون کړی دی. د فرانسې د وسلهوالو ځواکونو وزارت د جمعې په ورځ، د لیندۍ/ قوس په لومړۍ نېټه، وویل چې دغه تمرین د سېشنبې په ماښام د مدیترانې سمندر پر فضا ترسره شو.
په دې تمرین کې د فرانسې رافال جنګي الوتکې، چې د سندیزیه هوايي اډې څخه پورته شوې وې، د اټمي برید عملیات تمثیل کړل. د بریتانیا د شاهي هوايي ځواک ټایفون جنګي الوتکې د فرانسوي الوتکو د بدرګه کولو دنده پر غاړه درلوده.
د فرانسې د وسلهوالو ځواکونو وزیرې، کاترین ووترن، وویل چې د دواړو هېوادونو د اټمي ځواکونو خپلواکي د همغږۍ په وړاندې خنډ نه دی. هغې همدارنګه وویل چې د پاریس او لندن ترمنځ اټمي همکاري په پراختیا کې ده.
د بریتانیا دفاع وزیر، وېس سټرېټینګ، هم په دې اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د نړۍ د خطرناکې کیدو په شرایطو کې، د دواړو هېوادونو دښمنان باید د اروپا د امنیت او د اټمي مخنیوي د وړتیا د ساتلو په برخه کې د فرانسې او بریتانیا پر ګډې ژمنتیا شک ونهلري.
د فرانسې او بریتانیا ترمنځ د اټمي مخنیوي د وړتیا په برخه کې همکاري د ۲۰۲۵ کال په جولای کې هوکړه شوې وه. دغه هوکړه د اروپا پر وړاندې د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو او له اروپايي متحدینو څخه د امریکا د راتلونکي پوځي ملاتړ په اړه د اندېښنو سره هممهاله شوې وه. د فرانسې ولسمشر، امانوئل مکرون، هم په مارچ کې اعلان وکړ چې پاریس به خپله اټمي زېرمه پراخه کړي.
موضوع: د بریتانیا او فرانسې اټمي همکاري
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS