د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د کونړ ولایت د شګۍ منځني ښوونځي ته نږدې چاودنې په اړه د ښوونځیو او ماشومانو د خوندیتوب پر اهمیت ټینګار کړی دی. یونیسف د شنبې په ورځ، د لیندۍ په ۷مه، پر خپله ایکسپاڼه د دې پېښې له امله د ګڼو ماشومانو د وژل کېدو او د نورو د ټپي کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې ښوونیز مرکزونه باید د ټولو ماشومانو لپاره خوندي ځایونه وي.

یونیسف همدارنګه ویلي چې د دې پېښې په ځای کې د همکارو ادارو حضور شته او هغوی د چاودنې له امله ژوندي پاتې شویو کسانو ته د ژوند ژغورنې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي هم په دې پېښه کې د زده کوونکو د وژل کېدو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د ماشومانو مړینه یې «ټکان ورکوونکې» بللې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم د دې پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او د چاودنې د علت په اړه د شفافو څېړنو غوښتنه کړې ده. نوموړي د ښوونځي ته نږدې د چاودېدونکو توکو د ساتلو په اړه راپورونه د پوښتنې وړ بللي او ټینګار یې کړی چې د ترهګریزو فعالیتونو سره د دې پېښې هر ډول احتمالي تړاو باید روښانه شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له مخې، د شنبې په ورځ د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې یوه ښوونځي ته نږدې چاودنې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي او ۱۱۰ نور یې ټپیان کړي، چې ډېری قربانیان یې د ښوونځي زده کوونکي دي. طالبانو د دې پېښې علت د ښوونځي ته نږدې د چاودېدونکو توکو په ساتلو کې د کانونو د استخراج د یوه شرکت بې احتیاطي بللې ده. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دې پېښې د څرنګوالي د روښانولو لپاره به نورې څېړنې هم ترسره شي.

موضوع: کونړ کې د ښوونځي نږدې چاودنه

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ