د «سپین دلفین» په نوم توپان، چې د چین ختیځ او سوېل ختیځ ساحلي سیمو ته ورسېد، له یو میلیون زیات کسان له خطر سره مخ سیمو څخه خوندي ځایونو ته انتقال کړي دي. د رویټرز خبري اژانس د چین د هوا پېژندنې ادارې له قوله خبر ورکړی چې دغه توپان د روان کال تر ټولو ستر توپان دی چې د یکشنبې په ورځ (۱۸ د زمري) د چین ساحلي سیمو ته رسیدلی دی او لا هم دوام لري.
دغه توپان د سختو بادونو او درنو بارانونو سره مل دی، چې له امله یې د سېلابونو او ځمکې ښوېدنې خطر هم شته. کله چې توپان د ساعت په ۱۵۱ کیلومتره سرعت سره چین ته ورسېد، د ژجیانګ ایالت د ونژو ښار شاوخوا ۹۰۰ زره کسان له خپلو کورونو څخه تخلیه شول او د زرو څخه زیات پناهځایونو ته ولېږدول شول. په فوجیان کې هم ۹۹ زره کسان له خپلو سیمو څخه انتقال شوي دي.
د شانګهای ښار کې شاوخوا ۱۵۰۰ الوتنې لغوه شوې دي او د کښتیو تګ راتګ او د بندرونو فعالیتونه په پراخه کچه محدود شوي دي. د ژجیانګ، شانګهای، انهوی او جیانګسو ایالتونو په ګڼو سیمو کې درانه بارانونه ورېږي.
د «سپین دلفین» توپان تر چین د رسېدو مخکې د جاپان په سوېلي برخو کې هم لګېدلی و، چې لږ تر لږه شپږ کسان یې ټپیان کړي وو. تایوان هم د دې توپان تر اغېز لاندې راغلی، که څه هم توپان د تایوان خاورې ته نه دی داخل شوی، خو د دغه هېواد ساحلي اوبه یې اغېزمنې کړې دي.
د دوشنبې ورځې (۱۹ د زمري) تر سهاره پورې، توپان لا هم د چین مرکزي او لوېدیځو سیمو پر لور روان و. د چین د ملي هوا پېژندنې مرکز د وړاندوینې برخې مشر وانګ هایپېنګ ویلي چې تمه ده توپان لوېدیځ لوري ته حرکت وکړي او وروسته به د چین په مرکزي او سوېل لوېدیځو سیمو کې ورو شي. کارپوهان وايي، د نړۍ تودوخه او نامناسب اقلیمي شرایط د لا پیاوړو توپانونو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
موضوع: د چین ختیځو ساحو ته د «سپین دلفین» توپان
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو