د غزني ولایت په یوه سیمه کې د جګړو له پاتې شوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله درې ماشومان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. ماشومان د راکټي سرګلولې سره لوبې کولې چې ناڅاپه چاودنه وشوه.
دا پېښه د غزني ښار ته نږدې د «نوعي» په سیمه کې د زمري ۱۷مې، شنبې په ورځ رامنځته شوه. سیمهییزې سرچینې وایي، ماشومان د یوې شاړې ځمکې په سیمه کې د راکټ سرګلوله موندلې وه او ورسره یې لوبې کولې.
د پېښې په اړه یوه سرچینه وايي، په وژل شویو ماشومانو کې دوه وروڼه شامل دي چې عمرونه یې د ۱۰ او ۱۵ کلونو ترمنځ دي. ټپیان هم د روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
افغانستان کې د اوږدو جګړو له امله، ځینې سیمې لا هم د ماینونو او ناچاودو مهماتو له خطر سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، شاوخوا درې میلیونه او ۳۰۰ زره کسان د ماینونو او ناچاودو مهماتو په ککړو سیمو کې ژوند کوي.
په ۲۰۲۵ کال کې د ماینونو او جګړو له پاتې ناچاودو مهماتو له امله ۴۷۱ ملکي تلفات ثبت شوي، چې له دې جملې ۶۷ سلنه یې ماشومان دي. دا وضعیت د افغانستان د امنیتي او بشري حالاتو د خرابوالي نښه ده.
موضوع: د غزني په ناچاوده چاودنه کې د ماشومانو تلفات
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو