د امریکايي ویب پاڼې اکسیوس په حواله، په تهران کې د قطر د منځګړیتوب له لارې د امریکا او ایران ترمنځ په ۱۲ ساعته مذاکراتو کې مثبت پرمختګ رامنځته شوی دی.
اکسیوس زیاتوي چې د دې مذاکراتو دوام به په دوحه کې ترسره شي. دغه مذاکرات د ایران پر وړاندې د بریدونو د بیا پیل د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي. د ډېپلماتیکو سرچینو له مخې، قطري منځګړي پرون له سپینې ماڼې سره اړیکه نیولې وه چې له دې امله مثبت پرمختګ رامنځته شوی دی.
یو امریکايي چارواکي اکسیوس ته ویلي چې د دواړو خواو ترمنځ لا هم پر ځینو مهمو مسایلو کې ژور اختلافات موجود دي. راپورونه ښیي چې قطري منځګړو له ایرانه غوښتنه کړې چې د نړیوال اټومي انرژي سازمان څار ټیم ته اجازه ورکړي تر څو د دې هېواد له اټومي تاسیساتو څخه کتنه وکړي.
په بدل کې، امریکا ژمنه کړې چې د ایران پر وړاندې وضع شوي بندیزونه لیرې کړي. تر اوسه پورې د ایران چارواکو د دې وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وړمه ورځ وویل چې د منځګړو سره د ایران د اووه ورځینۍ طرحې په اړه خبرې شوي دي.
د دې مذاکراتو هدف د ایران د اټومي پروګرام د کنټرول او د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې دي. د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره دغه مذاکرات مهم بلل کیږي.
موضوع: د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو پرمختګ
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS