د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۷ کال کې به په افغانستان کې څه د پاسه ۴ میلیونه ماشومان د حادې خوارځواکۍ له امله درملنې ته اړتیا ولري. د دې ادارې په وینا، له دې جملې څخه څه باندې یو میلیون ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

یونیسف د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۲۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې د دې وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. راپور ښیي چې هغه کورنۍ چې ماشومان یې د خوارځواکۍ سره مخ دي، د کافي خوړو د نشتوالي شکایت کوي. د لغمان ولایت یوه ۲۴ کلنه ښځه چې د ۶ ماشومانو مور ده، وایي چې د هغې دوه‌نیم کلنه لور حسینه په شدیدې خوارځواکۍ اخته شوې ده.

دې ښځې چې نه‌یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې د هغې مېړه د خښتو بټۍ کې کار کوي او د دې لپاره کافي عاید نه لري. هغې زیاته کړه: "ډېره ناروغه ده، ډاکتر ویل چې خوارځواکې ده، وس مو نه‌شته، شیدې مې نه‌شته، نو اوس څه خوړلی هم نه‌شي."

د ننګرهار ولایت روغتیایي رضاکار الفت‌الله محب‌زی وایي چې هره میاشت په خپله سیمه کې د خوارځواکۍ د ګڼو ماشومانو څارنه کوي. هغه فقر او بې‌وزلي د خوارځواکۍ یو مهم لامل ګڼي.

د کابل د طب پوهنتون پخوانی استاد ډاکتر احمدالدین معارج وايي چې خوارځواکۍ د ماشومانو د وزن نه زیاتیدو، بې‌اشتهايي او د بدن د خولې کولو نښه ده. هغه زیاتوي چې د خوارځواکۍ علاج د انرژي او پروتین ورکولو له لارې کیدای شي. یونیسف هم د زیانمنو کورنیو سره مرستې کوي ترڅو د مغذي خواړو او روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ولري.

موضوع: د خوارځواکۍ زیاتوالی په افغانستان کې

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ