د یمن حوثیانو له خوا سعودي عربستان ته د بریدونو د زیاتیدو په ترڅ کې، د دغه هېواد د تېلو شرکت ارامکو خپل مرکزي دفتر ته د تخلیې امر کړی دی. دا اقدام وروسته له دې ترسره شو چې د دمام پر هوايي ډګر مرګونی برید وشو، او د سعودي عربستان پر تېلو او پوځي تاسیساتو د نورو بریدونو راپورونه خپاره شول.

روېټرز خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۳۰مه، د شپږو باخبره سرچینو په حواله خبر ورکړ چې د سعودي عربستان په ختیځ ظهران ښار کې د ارامکو کارکوونکو ته ویل شوي چې ودانۍ تخلیه کړي او خپلو فعالیتونو ته له کور یا نورو ځایونو څخه دوام ورکړي. تر اوسه پورې د دې پرېکړې د اصلي لامل په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي، او ارامکو هم د روېټرز اژانس پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د کب په نهمه د ایران د جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د ارامکو مرکزي دفتر ته د تخلیې امر ورکول کیږي. د ایران له ملاتړ برخمنو حوثیانو د روانې اکټوبر میاشتې په لومړیو کې هم د ارامکو پر مرکزي دفتر برید کړی و، چې له امله یې ودانۍ کې اورلګېدنه او پراخ زیانونه رامنځته شول.

د ارامکو د مرکزي دفتر د تخلیې خبر له خپرېدو سره، د سعودي عربستان د اسهامو بازار عمومي شاخص ۲.۵ سلنه راټیټ شو. په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې هم د جګړو د زیاتېدو له امله د مې میاشتې راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدې. د برنټ خام تېلو د هر بېرل بیه ۲.۸۱ سلنه لوړه شوه او ۱۱۱ ډالرو او ۸۸ سېنټو ته ورسېده.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ادعا کړې چې د سعودي عربستان له لوري پر یمن د جولای له نیمایي راهیسې په بریدونو کې ۵۶۲ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي، خو خپلواکو سرچینو دغه شمېرې نه دي تأیید کړي.

موضوع: د حوثیانو بریدونه په سعودي عربستان

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ