د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۶مه، خبریالانو ته وویل چې د چین او روسیې ولسمشرانو سره به په یوه درېاړخیزه غونډه کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي، چې په کې د اټمي وسلو د لیرې کولو، ایران او اوکراین شامل دي. دا غونډه د نومبر په ۱۹مه، د پنجشنبې په ورځ، د چین په شنجین ښار کې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو (اپېک) سازمان د غونډې په څنډه کې ترسره کیږي.
ټرمپ همدارنګه څرګنده کړه چې ممکن د خپل سفر په ترڅ کې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره هم وګوري. هغه د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ دورې په ترڅ کې له کېم جونګ اون سره څو ځله لیدلي و، چې یوه لیدنه یې د دواړو کوریاوو ترمنځ په غیر نظامي سیمه کې ترسره شوې وه.
د امریکا ولسمشر وویل: "د چین ولسمشر شي جینپېنګ یوه میاشت مخکې دلته و، او موږ به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وګورو. ښايي له کېم جونګ اون سره هم ووینو." هغه ټینګار وکړ چې د شمالي کوریا له مشر سره به هر ډول لیدنه په چین کې ترسره شي.
چین هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د چین، روسیې او امریکا ولسمشران به په دې غونډه کې د نړیوالې سولې په اړه خبرې وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماو نینګ، وویل: "دا لیدنه به بېسارې او مخکښ اهمیت ولري."
کرملېن هم د دې لیدنې اهمیت او سمبولیک ارزښت لوړ بللی دی. په عین حال کې، ټرمپ د «سيبياېس» شبکې د راپور په اړه غبرګون ښودلی او ادعا کړې چې له ایران سره د ۴۰ ورځنۍ جګړې پر مهال یوازې دوو بېپیلوټه الوتکو او یوه بالستیک توغندي امریکايي ځواکونو ته مرګژوبله اړولې ده. هغه په ټولنیزو رسنیو کې وویل چې د ایران ۹۹.۹۹ سلنه توغندي او بېپیلوټه الوتکې یا نسکورې شوې او یا یې امریکایانو ته مرګژوبله نهده اړولې.
موضوع: ټرمپ د چین او روسیې ولسمشرانو سره د اټمي وسلو او ایران په اړه خبرې کوي
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports