د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ پنټاګون ته لارښوونه وکړه چې له جنوبي کوریا سره د ګډو پوځي تمرینونو کچه "د پام وړ" راکم کړي. ټرمپ د دې پرېکړې لاملونه د دغو تمرینونو لوړ لګښت او د ایران پر وړاندې د جنوبي کوریا د نه ګډون په توګه یاد کړل.
د رویترز د راپور له مخې، ولسمشر ټرمپ څو ساعته مخکې له دې چې د دواړو هیوادونو ګډ پوځي تمرینونه د دوشنبې په ورځ پیل شي، په خپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشل کې وویل چې دی په دغو تمرینونو کې د امریکا د ګډون په اړه خوشحاله نه دی. هغه د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره خپلې اړیکې "ډېرې ښې" وبللې.
ټرمپ په خپل بیان کې وویل: "دا تمرینونه نه یوازې ډېر لګښت لري، بلکې هغه هیواد ته داسې پیغام هم ورکوي چې په بشپړه توګه نامناسب او دښمنانه دی. هغه هېواد ته چې له کله ډونالډ جې ټرمپ ولسمشر شوی، نه یې امریکا ته ګواښ پېښ کړی او نه یې بې احترامي کړې ده."
د "اولچي فریډم شیلډ" په نوم د امریکا او جنوبي کوریا کلني ګډ پوځي تمرینونه د اګسټ تر ۲۷مې پورې دوام لري. په دې تمرینونو کې د جنوبي کوریا شاوخوا ۱۸ زره پوځیان ګډون کوي. سیول ویلي چې دغه تمرینونه له ټاکلي مهال ویش سره سم د دوشنبې په ورځ پیل شوي، خو د ټرمپ د څرګندونو په اړه یې له تبصرې ډډه کړې ده.
د ټرمپ دا اقدام د جنوبي کوریا سره د امریکا د پوځي همکاریو په برخه کې یو مهم بدلون ګڼل کیږي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې به اغیزمنې کړي.
موضوع: ټرمپ د جنوبي کوریا سره د پوځي تمرینونو کمول
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS