د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ، ویلي چې ایران له واشنګټن سره د یوه توافق غوښتونکی دی، خو د دې توافق لپاره باید تضمین ورکړي چې هېڅکله به اټمي وسلې نه‌لري. ټرمپ د جمعې په ورځ، د لړم/عقرب په اتمه، د کنزاس ښار له «کې‌سي‌اېم‌او» راډیو سره په مرکه کې د دې تضمین پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې‌ویل: "هغوی غواړي توافق وکړي، خو موږ داسې تضمین ته اړتیا لرو چې هېڅکله به اټمي وسلې نه‌لري."

هغه همداراز وویل چې له ایران سره جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي، خو په دې اړه یې وضاحت ورنکړ چې دا کار به څنګه ترسره شي. ټرمپ وویل: "دا موضوع به ډېر ژر پای ته ورسېږي."

د مرکې په یوه برخه کې، ټرمپ د ایران پر وړاندې د امریکا پوځي بریدونو ته اشاره وکړه او ویې‌ویل چې د اسلامي جمهوریت راداري وړتیاوې او هوايي دفاعي سیستم له‌منځه تللي او مشران یې هم وژل شوي دي. هغه زیاته کړه: "د هغوی مشران دومره له‌منځه تللي چې نه‌پوهېږو له چا سره خبرې وکړو، خو دا واړه جزئیات دي."

ټرمپ د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون په اړه هم نیوکه وکړه، چې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال لاسلیک شوی و. هغه دغه تړون داسې یو مسیر وباله چې کولای شي تهران د اټمي وسلو ترلاسه کولو ته ورسوي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د یوه توافق لپاره تازه هڅې روانې دي. د روېټرز خبري اژانس د یوه باخبره چارواکي له قوله راپور ورکړی چې قطري منځګړي په یوه اوونۍ کې د دوهم ځل لپاره تهران ته تللي، څو د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې تعقیب کړي.

د دغه چارواکي په وینا، د منځګړیتوب هڅې له واشنګټن سره په همغږۍ ترسره کېږي. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، واشنګټن غواړي چې د مذاکراتو په اجنډا کې د ایران د اټمي پروګرام موضوع شامله وي، خو ایران ټینګار کوي چې د خبرو اترو له پرمختګ مخکې باید د بندرونو سمندري محاصره پای ته ورسېږي.

موضوع: ایران سره د اټمي توافق لپاره تضمینونه

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ