د افغان کورنیو یوه لویه برخه چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوې یا هم په خپله افغانستان ته راغلې، وايي چې د طالبانو له خوا د نجونو د زده کړو بندیز د دوی د بچیانو په ځانګړې توګه د نجونو په راتلونکي کې سختې اندیښنې رامنځته کړې دي. یوه اوریدونکې چې تازه له ایران څخه افغانستان ته راستنه شوې او د موضوع حساسیت له امله یې نه غوښتل چې نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي، وايي چې د خپلو نجونو د زده کړو نه پاتې کېدو له امله سخت ناامیده شوې ده. هغې زیاته کړه: "متأسفانه د نجونو نه تلل مکتب، ډیر مشکل دی. نجونې د افغانستان د راتلونکي میندې دي. فکر وکړئ چې په راتلونکي کې یوه بې سواده مور په یوه کور کې، څومره مشکل به وي." مدینه نورزی، یوه نجونه چې له زده کړو محرومه ده، د افغان نجونو د اندیښنو په اړه وايي: "دا مستقیم زموږ په ژوند باندې تاثیر لري. مکتب ته نه تلل، پوهنتون ته نه تلل او یا هر بل تعلیمي مرکز ته نه تلل، د دې سبب کیږي چې زموږ د اهدافو لپاره هڅه او امیدونه کم شي. همدارنګه، کله چې یوه نجلۍ له زده کړو محرومه شي، په حقیقت کې د راتلونکي لپاره د فرصتونو یوه برخه په بشپړه توګه محدوده کیږي." طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د واک تر لاسه کولو وروسته، د شپږم ټولګي نه پورته د نجونو زده کړې بندې کړې. وروسته یې د ښځو او نجونو پوهنتونونو ته د تلو او د طبي مؤسسو او تعلیمي ادارو کې د زده کړو بندیز هم ولګاوه. خو دا تعلیمي محدودیتونه په افغانستان کې په اوږد مهال کې څه پایلې به ولري؟ آصفه ستانکزی، د ښځو د حقونو فعاله، وايي: "کله چې یوه نجلۍ د څو کلونو لپاره له مکتب یا پوهنتون څخه محرومه شي، هېواد یوازې یوه زده کوونکې یا زده کوونکی له لاسه نه ورکوي، بلکې په راتلونکي کې یوه ښوونکې، یوه ډاکتره، یوه اقتصاد پوه، یوه کارآفرینه او مدیر هم له لاسه ورکوي." د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) په یوه راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا ۲.۶ میلیونه نجونې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه محرومې شوې دي. ملګري ملتونه، مختلف نړیوال هېوادونه، په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونه، او نړیوالې ادارې څو ځله د طالبانو حکومت څخه غوښتنه کړې چې افغان نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي. د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د افغان ښځو او نجونو ټول حقوق د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تأمین کړي، او د نجونو د زده کړو بندیز په اړه مستقیمه تبصره نه کوي، وايي چې تر څو مناسب شرایط برابر نشي، د نجونو لپاره د مکتب دروازې تړلې پاتې دي. سره له دې چې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې، په شمول اسلامي هېوادونو، او نړیوالو ادارو له خوا مکرر غوښتنې شوي، لا هم میلیونونه نجونې او ښځې په افغانستان کې له زده کړو او کار محرومې دي.

موضوع: د طالبانو د نجونو د زده کړو بندیز

سرچینه: Azadi Radio  افغانستان

خبر شریک کړئ