د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ترک ویلي، په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له امله د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو لاندې موندل شوي مړي د احتمالي جنګي جرمونو په اړه نوې اندېښنې راپورته کوي. د روېټرز د راپور له مخې، ولکر ترک د سې شنبې په ورځ وویل چې په هغو سیمو کې چې درې کاله وړاندې د جګړې په ترڅ کې ویجاړې شوې، د داسې کسانو مړي موندل شوي چې د یوې کورنۍ غړي ښکاري. هغه زیاته کړه چې اکثریت قربانیان ښځې او ماشومان دي.
ولکر ترک په یوه بیان کې وویل: "دا زړه بوږنوونکې ده چې د هغو کسانو خپلوان چې له اوږدې مودې راهیسې یې د خپلو عزیزانو د ورکېدو په اړه اندېښنه لرله، اوس یوازې د یوه تر ټولو ویروونکي تأیید شاهدان دي." هغه همدارنګه وویل چې د دغو مړو موندل هغه اندېښنې بیا راژوندۍ کوي چې په ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې مطرح شوې وې.
د فلسطینیانو د ملکي دفاع ادارې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال له نومبر راهیسې، د غزې په بېلابېلو سیمو کې له ۶۳۰ څخه زیات مړي او انساني پاتې شوني د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو لاندې موندل شوي دي. فلسطیني چارواکي اټکل کوي چې لا هم له ۸،۰۰۰ زیات کسان د ودانیو تر خاورو لاندې خښ پاتې دي.
ولکر ترک وویل چې د را ایستل شویو انساني پاتې شونو شمېر ښايي "یوازې د یخ د غره څوکه" وي. هغه اسرائیل تورن کړ چې د غزې په هغو سیمو کې چې د اسرائیلي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، د ورانولو عملیات مخته وړي.
د راپور له مخې، د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو دفتر او د بهرنیو چارو وزارت د ولکر ترک د څرګندونو په اړه تر اوسه ځواب نه دی ورکړی. اسرائیل په وار وار د دې ادعاوو رد کړی چې ګواکې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کوي او وايي چې د نړیوال قانون په چوکاټ کې عمل کوي.
موضوع: غزه کې د جنګي جرمونو راپور
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports