د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سواد زدهکړې د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې ماشومان د زدهکړو په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي. دغه بنسټ د سې شنبې په ورځ د (وږې په ۱۷مه) په خپله اېکسپاڼه کې ټینګار کړی چې د سواد زدهکړه د پوهې، فرصتونو او یوه خوندي راتلونکي ته د لاسرسي لاره هواروي او په زدهکړو کې دوامداره پانګونه اړینه ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق «یونیسف» مسؤل تاجالدین ایواله ویلي چې په افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو څخه ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نهدي زده کړي. د دغه بنسټ د شمېرو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۲،۶ میلیونه نجونې د خپلو زدهکړو د دوام له حق څخه محرومې شوې دي.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تلو راګرځولي او همیې د پوهنتونونو دروازې د هغوی پر مخ تړلې دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د سواد زدهکړې د نړیوالې ورځې په مناسبت د ماشومانو د زدهکړو وضعیت ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د زدهکړو د خنډونو له امله، د افغان ماشومانو راتلونکی ته خطر پېښ دی.
د دې ادارې په وینا، د سواد زدهکړه نه یوازې د فردي پرمختګ لپاره اړینه ده، بلکې د ټولنې د پرمختګ لپاره هم حیاتي رول لري. د ماشومانو د زدهکړو د خنډونو له منځه وړل د افغانستان د پرمختګ لپاره یوه مهمه اړتیا ده.
موضوع: افغان ماشومان د زدهکړو خنډونه
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS