ملګري ملتونه خبر ورکوي چې د بشري مرستو د کموالي له امله په افغانستان کې د درملنې ۱۰۰ څخه زیات مرکزونه تړل شوي دي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ملیسا فلمینګ د اګسټ ۲۹مې پر ورځ په خپلې ایکس پاڼې کې لیکلي، چې ۳.۷ میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.
ملیسا فلمینګ زیاته کړې، چې نږدې یو میلیون ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي، چې دا وضعیت د دوی د روغتیا لپاره جدي ګواښ دی. هغې خبرداری ورکړی، چې د درملنې مرکزونو تړل کیدل به د خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره شرایط لا نور هم سخت کړي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د بشري مرستو د کمښت له امله، نړیوال سازمانونه د اړمنو افغانانو سره د مرستو لپاره کافي بودیجه نه لري. دا وضعیت د بشري مرستو په برخه کې د نړیوالې ټولنې د کمزورتیا او د افغانستان د بشري بحران د لا زیاتیدو نښه ده.
د بشري مرستو د کموالي له امله، د افغانانو د ژوند شرایط ورځ تر بلې خراب کیږي. د دې ترڅنګ، د خوارځواکۍ او ناروغیو له امله د ماشومانو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده. د نړیوالو سازمانونو د اندیښنې له مخې، د دې وضعیت د حل لپاره عاجل اقدامات اړین دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د بشري مرستو د کموالي له امله، د افغانانو د ژوند په ټولو برخو کې منفي اغیزې لیدل کیږي، چې د دې حل لپاره د نړیوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا ده.
موضوع: افغان ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS