په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې د ښځو د کار او نجونو د زدهکړو محدودول د هېواد راتلونکی له جدي خطر سره مخامخوي. اوچا د نومبر په ۲۹مه، په خپله ایکسپاڼه کې د یونیسف د ارزونو پر بنسټ ویلي چې ممکن تر ۲۰۳۰ کال پورې په افغانستان کې له ۲۵ زره زیاتې ښځینه ښوونکې او د روغتیا په برخه کې ښځینه کارکوونکې له لاسه لاړې شي.
اوچا په دې اړه ټینګار کړی چې د ښځو د کار کولو او د نجونو د زدهکړې حقونه یوازې یوه انتخاب نه، بلکې یوه اړتیا ده چې باید ملاتړ یې وشي. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، په ۲۰۲۱ کال کې، د ښځو او نجونو پر وړاندې پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.
نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو، لوړو او نیمهلوړو زدهکړو څخه محرومې شوې دي، او ښځې هم په ګڼو دولتي ادارو، نادولتي بنسټونو او د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې له کار کولو منع شوې یا د سختو محدودیتونو سره مخ دي.
اوچا د دې وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ښځو د حقونو محدودول نه یوازې د هغوی لپاره، بلکې د ټولنې لپاره هم زیانمن دي. د ښځو او نجونو د حقونو ساتنه د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره ضروري ده.
د بشري حقونو د دې سرغړونو په وړاندې نړیواله ټولنه باید جدي اقدام وکړي ترڅو د ښځو او نجونو حقونه خوندي شي او د افغانستان راتلونکی روښانه شي.
موضوع: د ښځو او نجونو حقونه په افغانستان کې
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS