روسیه ناټو ته خبرداری ورکړی چې که چیرې د دې هېواد د کالینینګراد سیمې اړیکه د نورو برخو سره پرې شي، نو مسکو چمتو دی چې اټمي وسلې وکاروي. کالینینګراد د بالتیک سمندر پر غاړه موقعیت لري او له روسیې اصلي خاورې څخه شاوخوا ۶۵۰ کیلومتره فاصله لري، چې د ناټو د دوو غړو هېوادونو، پولنډ او لیتوانیا، ترمنځ پروت دی.

روېټرز د چهارشنبې په ورځ، د میزان په ۸مه، راپور ورکړ چې دغه خبرداری ناټو ته په یوه غیر رسمي ډیپلوماتیک سند کې استول شوی دی. په دې سند کې مسکو ویلي چې د کالینینګراد د «منزوي کولو» هر ډول هڅه ممکن د مستقیمې جګړې سبب شي او حتی د ناټو د غړو هېوادونو د تصمیم‌ګیرۍ په مراکزو بریدونه رامنځته کړي.

ناټو د دې سند ترلاسه کولو تایید کړی او ویلي یې دي چې د دې ائتلاف فعالیتونه او پوځي تمرینونه د روسیې لپاره کوم ګواښ نه جوړوي. دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې د روسیې او اروپايي هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا په دې وروستیو کې زیاته شوې ده.

د روسیې د دې ګواښ په ځواب کې، ناټو د خپلو غړو هېوادونو د امنیت لپاره د خپلو اقداماتو په دوام ټینګار کړی. د روسیې او ناټو ترمنځ دا تازه ترینګلتیا د نړیوالې سولې او امنیت لپاره یوه جدي اندیښنه رامنځته کړې ده، په ځانګړي توګه په داسې وخت کې چې د نړیوالو اړیکو وضعیت پیچلی شوی دی.

موضوع: روسیه ناټو ته د اټمي وسلې کارولو ګواښ

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ