د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) راپور ورکړی چې په افغانستان کې یې په تېرو یو کال کې سوونو زره هغو کسانو ته بېړنۍ مرستې رسولي چې دې هېواد ته نوي راستانه شوي یا د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي دي.
د دې سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د مارچ له میاشتې څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې یې له ۳۹۳ زره زیات کسانو ته بشري مرستې وړاندې کړې دي. دغه مرستې د ای او اېم او د اروپایي ټولنې د بشري مرستو له لوري برابرې شوي، چې په کې مؤقتي سرپناوې، ابتدایي روغتیایي خدمتونه، ترانسپورټ او د ژوند د نورو اړتیاوو لپاره نغدې پیسې شاملې دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې ډېری هغو کسانو ته چې مرسته ورسره شوې، له افغانستان څخه بهر یې کلونه او حتی لسیزې تېرې کړې وې، خو د محدودو امکاناتو او نامعلوم راتلونکي له امله بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دې سازمان په وینا، په تېر کال کې افغانستان د راستنېدونکو د بېساري بهیرونو ترڅنګ له پرلهپسې طبیعي پېښو سره مخ شوی، چې له امله یې پر زیانګالو ټولنو او بشري مرستندویه خدمتونو فشارونه زیات شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان اټکل کوي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د بېځایه کېدو او اوږدمهاله بشري بحرانونو له تر ټولو پېچلو حالتونو سره مخ دی. د ۲۰۲۶ کال لپاره اټکل کېږي چې نږدې ۲،۷ میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شي، او د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې د راستنېدونکو شمېر له ۵،۹ میلیونو اوښتی دی.
موضوع: افغان کډوال له طبیعي پېښو وروسته مرستې
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS