د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون له اروپايي کمېسیون څخه غوښتنه کړې چې د میتان ګاز د خپرېدو د راپور ورکولو لپاره نوي مقررات یو کال وځنډوي. د روېټرز د راپور له مخې، مکرون په یوه لیک کې اروپايي کمېسیون ته خبرداری ورکړی چې د انرژۍ د عرضې د محدودیتونو په شرایطو کې د دې مقرراتو پلي کېدل ممکن واردوونکي له قانوني خطرونو سره مخ کړي.

مکرون وړاندیز کړی چې د دې مقرراتو پلي کېدل باید د ۲۰۲۸ کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټې وځنډول شي، په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه دغه مقررات د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې نه پلي شي. د دې مقرراتو له مخې، د وارداتي تېلو او ګازو په بارونو کې د میتان ګاز د خپرېدو کچه څارل او تصدیق کېدل او پر سرغړوونکو شرکتونو به جریمه ولګول شي.

اروپايي کمېسیون ویلي چې د مکرون وړاندیز به وڅېړي. تر دې مخکې، د اروپايي ټولنې له ۱۲ څخه زیاتو غړو هېوادونو، چې جرمنی هم په کې شامل دی، د دې مقرراتو د ځنډولو غوښتنه شوې وه. جرمنی د اروپا تر ټولو لوی د ګازو بازار لري.

اروپايي کمېسیون په جولای میاشت کې د ۲۰۲۹ کال تر پایه د دې مقرراتو اړوند مالي جریمې له ځنډولو سره موافقه کړې وه، خو د مقرراتو د پلي کېدو نېټه یې نه وه ځنډولې. میتان ګاز له کاربن ډای‌‌اکسایډ وروسته د ځمکې د تودوخې د زیاتېدو دویم لوی لامل بلل کېږي، چې د دې مقرراتو هدف د دې ګاز د خپرېدو کچه کمول دي.

موضوع: د میتان ګاز د نوي مقرراتو ځنډ

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ