د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د نیویارک په سفر کې د خپلو خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه چې د ایران په دریځونو کې هیڅ ډول بدلون نه دی رامنځ ته شوی. هغه وویل چې له څو ساعتونو راهیسې ځینې ادعاوې مطرح شوي، خو په قاطعیت سره یې ټینګار وکړ چې د ایران دریځونه ثابت پاتې دي.

عراقچي د دې ادعاوو په اړه نور جزئیات ورنکړل، خو داسې ښکاري چې د اکسیوس ویب پاڼې هغه راپور ته اشاره کوي چې په کې ویل شوي و چې امریکا ایران ته وړاندیز کړی چې که چیرې له خپل اټومي پروګرام څخه شاته شي، نو د بندیزونو لیرې کولو او کنګل شوې پانګې آزادولو ته چمتو ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په شپه (د تلې ۶مه) دغه راپور جعلي وباله او څرګنده یې کړه چې ایران ته یې هیڅ ډول وړاندیز نه دی کړی. عراقچي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې اوس مهال د هرمز تنګی موضوع مطرح ده، او د دې پرانیستل د هغو شرطونو پورې تړاو لري چې ایران یې مقابل اړخ ته اعلان کړی دی.

هغه وویل چې تهران د قطر له لارې د امریکا ځواب ته په تمه دی، او کله چې ځواب ترلاسه شي، نو د راتلونکي ګام په اړه به پریکړه وشي. عراقچي هیله څرګنده کړه چې د امریکا نهايي ځواب به تر نن سه شنبې پورې ترلاسه شي.

موضوع: ایران د اټومي پروګرام په اړه دریځ

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ