په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ په اړه د یوې غونډې ګډونوالو د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د مختلفو مذهبونو پیروانو پر وړاندې فشارونه ختم کړي. دا غونډه چې د امریکا د متحده ایالاتو د مذهبي ازادۍ نړیوال کمېسیون له لوري د چهارشنبې په ورځ انلاین ترسره شوه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي سلاکارې حنیفې ګیرووال په ګډون ګڼو مهمو شخصیتونو ګډون درلود.
حنیفې ګیرووال وویل چې افغانستان د مختلفو مذهبونو او دینونو ګډ کور و، چې په کې ټولې ډلې سوله ییز ژوند درلود. خو د شوروي اتحاد د یرغل او کورنیو جګړو له امله مذهبي زغم کمزوری شوی دی. هغې زیاته کړه چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته، افغانستان د مذهبي ازادۍ په برخه کې یوه جدي بحران تجربه کوي.
د امریکا د مذهبي ازادۍ کمېسیون د رواداري سازمان مشرې شهرزاد اکبر هم وویل چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال راهیسې د مختلفو مذاهبو پر پیروانو فشارونه زیات کړي او هڅه یې کړې چې نور حنفي مذهب ته راواړوي. هغې د دې کار له امله د مذهبي اقلیتونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.
د غونډې ګډونوالو یادونه وکړه چې افغان ښځې او نجونې لا هم له عامه ژوند څخه منع دي، چې په دې کې د منځنیو زده کړو او مذهبي مراسمو ګډون هم شامل دی. د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې غړی پروفیسور ډاکتر فضلالهادي وزین وویل چې د مذهبي اقلیتونو ستونزې تر هغو دوام لري چې افغانستان د قانون حاکمیت ته ورنه ګرځي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د مذهبي اقلیتونو پر فشارونو څه نه دي ویلي، خو د دوی ویاند ذبیحالله مجاهد څو ځله ادعا کړې چې د ټولو خلکو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تأمین شوي دي.
موضوع: د طالبانو حکومت د مذهبي ازادۍ وضعیت
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports