د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په تازه څرګندونو کې وویل، چې د ټاپي پروژې د ګازو د پېرلو هوکړه‌لیک د "افغان ګاز" دولتي شرکت او "ترکمن‌ګاز" شرکت ترمنځ د هرات په تورغونډۍ کې لاسلیک شوی دی.

فطرت زیاته کړه، چې د دې هوکړه‌لیک د لاسلیک په مراسمو کې د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي بردي‌محمدوف هم ګډون کړی و. د دې هوکړه‌لیک له مخې به د ګازو بیه، د افغانستان د ګازو اړتیا او د وېش څرنګوالی مشخص شي.

ټاپي پروژه د ترکمنستان د ګازو د لېږد لپاره یوه مهمه پروژه ده، چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز انتقالوي. دغه پروژه په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د ترکمنستان په خاوره کې پیل شوه او په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د افغانستان، هند او ترکمنستان د مشرانو لخوا د هرات په سیمه کې پرانیستل شوه.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دغه پروژه درول شوې وه، خو په تېرو یو کال کې د دې پروژې د کار د پیل مراسم ترسره شول. ټاپي د ۵۶ انچه قطر لرونکې نل‌لیکه ده چې د ترکمنستان د ګالکینیش له ګازمیدان څخه د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ۱۸۱۴ کیلومترو په اوږدوالي غځول کېږي.

دا نل‌لیکه به د افغانستان له هرات، نیمروز او کندهار ولایتونو څخه تېره شي، او بیا به د پاکستان له کویټې او ملتان څخه د هند پنجاب ایالت ته ورسېږي. د دې نل‌لیکې د ګازو د لېږد ظرفیت په کال کې ۳۳ میلیارد متر مکعب دی.

موضوع: طالبانو د ټاپي پروژې د ګازو د پېرلو هوکړه‌لیک

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو

خبر شریک کړئ