د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د تهران سفر کولو مخکې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلفوني خبرې کړې دي. د رویترز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې عاصم منیر له ولسمشر ټرمپ سره له سفر یوه اوونۍ مخکې خبرې کړې وې. د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې چې عاصم منیر په تیرو څو میاشتو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځګړي په توګه فعالیت کړی دی.

د رویترز د درېو پاکستاني سرچینو په حواله، عاصم منیر له ټرمپ سره خبرې کړې، خو د دې خبرو تفصیلات لا نه دي خپاره شوي. ځینې ایراني رسنۍ راپور ورکړی چې عاصم منیر تهران ته رسېدلی دی. تمه ده چې ښاغلی منیر د ایراني چارواکو سره، چې په کې د دې هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان او د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف شامل دي، ملاقات وکړي.

د پاکستان د پوځ مشر په داسې حال کې تهران ته سفر کوي چې د امریکا حکومت پر ایران نوي اقتصادي بندیزونه لګولو ته چمتو دی. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ وړمه ورځ ویلي، چې دا بندیزونه به د ایران په تاریخ کې تر ټولو سخت وي. تراوسه معلومه نه ده چې دا بندیزونه به په کومو برخو کې پر ایران لګول شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم هغو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې له ایران سره سوداګریزې اړیکې لري. ټرمپ ویلي، چې هغه هېوادونه به هم له بندیزونو سره مخ شي چې د ایران د اقتصاد په ژوندي پاتې کېدو کې مرسته کوي. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان مخکې ویلي و، چې د ایران اقتصاد تر فشار لاندې دی او خلک وږي دي، او دا چې ښه ده چې له امریکا سره جګړه پای ته ورسوو.

موضوع: د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته سفر

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ