ایراني سندرغاړې پرستو احمدي د اجباري حجاب نه درلودلو په خاطر ۷۴ دُرې وهل شوې. هغې او د موسیقۍ د ټیم څلورو غړو ته دغه سزا پرون دوشنبه په قم کې ورکړل شوه.

پرستو احمدي د ۱۴۰۳ کال په قوس/لیندۍ میاشت کې د قم ولایت په یوه کاروان‌سرای کې د اجباري حجاب پرته کنسرټ ثبت او خپور کړی و، چې میلیونونه کسانو یې لیدلی و. وروسته له دې، هغې د قُم ولایت د قضايي ادارې له خوا د «عمومي عفت د زیانمنولو او په مجازي فضا کې د خرابو او له اخلاقو د لرې محتوا په خپرولو» تورنه شوه.

پرستو احمدي ته یوازې د ۷۴ دُرو وهل نه، بلکې په دوه کاله ممنوع الخروجي او د دوو کلونو لپاره د هنري فعالیت په بندیز هم محکومه شوې ده. د بشري حقونو ګڼو مدافع سازمانونو له ایراني چارواکو غوښتنه کړې چې د پرستو احمدي او د هغې د موسیقۍ د ټیم له مجازاتو ډډه وکړي.

د بشري حقونو مدافعین د دې قضیې په اړه اندیښنه لري او وايي چې دا ډول اقدامات د هنرمندانو او د بیان آزادۍ پر وړاندې یوه جدي ګواښ دی. د پرستو احمدي قضیه د ایران په دننه او بهر کې د بشري حقونو د مدافعینو له خوا په پراخه کچه غندل شوې ده.

د ایران حکومت د دې قضیې په اړه تر اوسه پورې رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د بشري حقونو فعالین په دې باور دي چې د پرستو احمدي سزا د ښځو د حقونو او د هنري فعالیتونو په وړاندې د محدودیتونو یوه نښه ده.

موضوع: پرستو احمدي د اجباري حجاب نه درلودلو له امله سزا

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ