ابراهیم کالین، د ترکیې د ملي استخباراتو رئیس، له افغانستان څخه وروسته پاکستان ته لاړ او هلته یې د دې هېواد له څو لوړپوړو چارواکو سره د سیمه ییز امنیت او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د ترکیې دولتي رسنۍ آنادولو راپور ورکړی چې کالین په اسلام آباد کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلد مارشال عاصم منیر، د دې هېواد د استخباراتو رئیس عاصم ملک او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف سره ولیدل.

د راپور له مخې، په دې لیدنو کې چارواکو د ترکیې او پاکستان ترمنځ اړیکې، د منځني ختیځ امنیتي وضعیت چې د امریکا او اسرائیل تر منځ د جګړې له پیل وروسته رامنځته شوی، او په سیمه کې د تنشونو زیاتیدل او د دې جګړې سیاسي، امنیتي او اقتصادي پایلې په اړه خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې کالین د چهارشنبې په ورځ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته سفر کړی و او هلته یې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره په کابل او کندهار کې لیدنې کړې.

کالین په پاکستان کې د خپل سفر پر مهال ټینګار وکړ چې ترکیه به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تنشونو د کمولو لپاره د خبرو اترو هڅې دوامداره کړي. راپور کې ویل شوي چې دواړو لورو د امنیتي او استخباراتي همکاریو پیاوړتیا او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکاریو دوام ته هم ټینګار کړی دی.

موضوع: د ترکیې او پاکستان ترمنځ امنیتي همکاری

سرچینه: Azadi Radio جهان

خبر شریک کړئ